نوحه پښتو
لمسی د پاک رسول الله حسن
زوی د علی شیر د کبریا حسن
ته یی په جنت کی د ځوانان امير
ته یی زموژ رهبر و جانان امير
ته یی د زهرا په هر دعا حسن
لمسی د پاک رسول الله حسن
وکړه نظر سائل د درګاه دي يم
امتی د پاک رسول الله دي يم
وکړه شفاعت ته یی آغا حسن
لمسی د پاک رسول الله حسن
ته یی د اللهِ تعالی ولی
ته یی زموږ مرشد و مولا ولی
تل دی يادوم په عطا يا حسن
لمسی د پاک رسول الله حسن
مينه دی بی حد و انتها لرم
شکر دالله کوم چي تا لرم
ته یی نازولی د زهرا حسن
لمسي د پاک رسول الله حسن
آيه تطهير ستا په شان کی دي
آیه اطعام ستا په شان کی دی
ته یی د دين رهبر و پيشوا حسن
لمسی د پاک رسول الله حسن
خسرو خوبان زموږ جانان ته یی
طبیب د هر درد بی درمان ته يی
موږ دی یو گدا دی درگاه حسن
لمسی د پاک رسول الله حسن
سامع زه يم تل کوم ستا بیان
ته ځلیږي لکه لمر په شان روښان
ته یی زموږ د زړونو صفا حسن
لمسی د پاک رسول الله حسن