نوحه پشتو
شاه حسین په کربلا
سو شهید په عاشورا
لا اله الا الله
لا اله الا الله
ظالمان جفا وکړل
بي حده خطا وکړل
توی ويني د شاه وکړل
پر ډګر د نينوا
شاه حسین په کربلا
سو شهید په عاشورا
ګل په شان علي اکبر
قاسم او علي اصغر
هر يوه په وينو رنګ
سو په ورځ د عاشورا
پري سو رأسونه الله
پري سو لاسونه الله
دگ سو له غمونه زړه
په ماتم د اهل الله
څنگه د نبي پر آل؟
ظالمه په کوم احوال؟
فاسده په کوم اعمال ؟
دا ستم دي وکړه بیا
سامعه وکه هر دم
ماتم او ژړا او غم
ژاړي خود نبی اکرم
تل په دي عزا مولا
۲۷-۰۴-۱۴۰۳ چهارشنبه
نویسنده: سید مصطفی سامع
تاریخ: Tue 17 Dec 2024 / ۶:۴۴ ق.ظ