دا حسین څوک دي؟
دا څـــه ځــای دی، کربلا ده نینوا ده؟
چي هم کرب دی، هم بلا ده، څه غوغا ده!
دا څـــه لاره، څه مسلک دئ، څه آیین دئ؟
چي هم دین دی، هم دنیا ده، هم عقبا ده!
دا څه بارګاه ده، څه آرګاه ده، څه منزل دئ؟
چي د لمر په شان ځلېږي، خوشنما ده!
دا حسین څوک دئ؟ رهنما دی، مقتدا دی،
چي هم میر دی، هم ولي دی، هم مولا ده!
دا حسین څوک دئ؟ ټول ورته قربان دي،
سوالګر یې ای سامعه، هم شاه دی، هم ګدا ده!
نویسنده: سید مصطفی سامع
تاریخ: Tue 17 Dec 2024 / ۶:۵۶ ق.ظ